کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"ترکیش ایرلاین" له نږدې درې کلونو وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې

2 جوزا 1403 ساعت 10:00

ترکیش ایرلاین له شاوخوا درې کلونو ځنډ وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې.


آوا)- کابل: د ترکش ایرلاین له پرون (سه شنبه) څخه کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې.
 
ترکش ایرلاین په یوه اعلامیه کې ویلي چې په یوه اوونۍ کې به کابل ته څلور الوتنې ولري.
 
په ورته وخت کې په کابل کې د ترکیې سفیر ویلي چې د ترکش ایرلاین له یوه چارواکي سره یې لیدلي او ویلي یې دي چې دغه هوايي شرکت به د سه شنبې په ورځ د کابل او استانبول ترمنځ الوتنې بیا پیل کړي.
 
افغانستان ته د ترکیش ایرلاین الوتنې د دوو کلونو او اتو میاشتو لپاره وځنډول شوې.
 
له بلې خوا د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ تر ۳۰ الوتنې د افغانستان له نړیوالو هوايي ډګرونو څخه کېږي.


د مطلب کود: 290761

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290761/ترکیش-ایرلاین-له-نږدې-درې-کلونو-وروسته-افغانستان-ته-خپلې-الوتنې-بیا-پیل-کړې

آوا
  https://www.avapress.com