کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشېر زمرد څه باندې درې زره قیراط په ۲۷۰ زره امریکايي ډالرو وپلورل شو

2 جوزا 1403 ساعت 9:57

د پنجشېر ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت له کانونو څخه تر درې زره قیراط ډېر زمرد استخراج شوي، چې په نږدې ٢٧٠ زره امريکايي ډالرو پلورل شوي دي.


آوا - کابل: د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست د پنجشیر د زمردو د خرڅلاو لپاره د داوطلبۍ د اتلسمې دورې او د دغه ولایت د یاقوت د خرڅلاو لپاره د داوطلبۍ لومړی پړاو اعلان کړ.
 
دغه رياست وايي، چې د دغو کانونو د داوطلبۍ په مراسمو کې د ٢٦٩٥٥٩ ډالرو په ارزښت ٣٣١٨ قيراط زمرد او د زرو امريکايي ډالرو په ارزښت د ياقوت لومړۍ کڅوړه د هېواد پر ملي سوداګرو وپلورل شوه.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ۱۸ پړاوونو کې د سلگونو ډالرو په ارزښت زردونه زمرد پلورل شوي دي.


د مطلب کود: 290760

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290760/د-پنجشېر-زمرد-څه-باندې-درې-زره-قیراط-په-۲۷۰-امریکايي-ډالرو-وپلورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com