د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت بازار ته د صحي غوښې د رسولو لپاره مسلخ پرانستل شو او په دغه مسلخ کې ۲۰ تنه صحي کارکوونکي او قصاب کار کوي.
د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې مسلخ پرانیستل شوه
1 جوزا 1403 ساعت 10:58
د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت بازار ته د صحي غوښې د رسولو لپاره مسلخ پرانستل شو او په دغه مسلخ کې ۲۰ تنه صحي کارکوونکي او قصاب کار کوي.
آوا - مزارشریف: د دغه مسلخ سوداګر او مشر عبدالستار وویل: زموږ موخه د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ اوسیدونکو ته د صحي غوښې رسول او د څارویو د ناروغیو د خپریدو مخنیوی دی.
هغه زياته کړه: دغه مسلخ له يو کال وروسته په درې جريبه ځمکه کې پرانستل شوى او په دغه مسلخ کې د روغتيايي کارکوونکو او قصابانو شمېر ٢٠ تنه دى.
عبدالستار د دې مسلخ د جوړولو لګښت اووه ميليونه افغانيو ته په اشارې سره وويل: دغه مسلخ هره ورځ د سلو غواګانو د حلالولو ظرفيت لري او په بازار کې د سالمې غوښې د عرضې لپاره ګټور تمامېږي.
له بلې خوا د جوزجان ولايت د سيمه ييزو ارګانونو يو شمېر مسوولينو چې د دغه مسلخ د جوړولو په مراسمو کې يې ګډون کړى و، وويل: د روغتيايي ټيم تر څارنې لاندې د دغه ډول مسلخونو شتون او فعاليت ګټور او اړين دى.
په ورته وخت کې د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه مسلخ د پرانستلو هرکلی وکړ او ویې ویل: له ذبحې مخکې د څارویو د روغتیا معاینه کول ډېر اړین او حیاتي دي او په خلکو کې د څارویو د ناروغیو د خپرېدو مخه نیسي.
د يادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل دى، چې د جوزجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې مسلخ پرانيستل کېږي.
د مطلب کود: 290721