د پخواني حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د سید ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو په شهادت خواشیني څرګنده کړه او د ایران ستر ملت ته یې د صبر او استقامت غوښتنه وکړه.
د ایران د ولسمشر د شهادت په اړه د عبدالله عبدالله غبرګون:
د آیت الله سید ابراهیم رئیسی او د هغه د ملګرو شهادت یوه ستره ضایعه ده
31 ثور 1403 ساعت 9:32
د پخواني حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د سید ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو په شهادت خواشیني څرګنده کړه او د ایران ستر ملت ته یې د صبر او استقامت غوښتنه وکړه.
آوا - کابل: د پخواني حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ایکس پاڼه کې لیکلي: «په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ایران جمهور رئیس ایت الله سید ابراهیم رئیسي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان، د تبریز د جمعې امام، حجت الاسلام الهاشام او یو شمېر نور ملګري د ایران په ختیځ آذربایجان ولایت کې د یوې هلیکوپټرې د غورځېدو په پېښه کې شهید شوي.
عبدالله عبدالله د سید ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو شهادت یوه ستره ضایعه وبلله او د شهیدانو له کورنیو، د ایران د اسلامي جمهوریت له خلکو او حکومت سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د پخواني حکومت د ملي مصالحې د شورا مشر زیاته کړه: د خدای تعالی له درباره د سید ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو لپاره د رحمت او مغفرت او د قربانیانو کورنیو او د ایران ستر ملت ته د جمیل صبر غوښتنه کوم.
دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو راپورونو له مخې او له ۱۶ ساعتونو عملیاتو وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت د محبوب ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسی او ورسره ملګری پلاوی د نسکورې شوې چورلکې د موندلو خبر ورکړ. د هلیکوپتر په شاوخوا کې د ژوند نښه نه ده موندل شوې او په دې حادثه کې د چورلکې ټول ۹ تنه سپرلۍ شهیدان شوي دي.
د مطلب کود: 290653