کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس او د هغه د ټولو ملګرو د هلیکوپتر د نسکوریدو په نتیجه کې د شهادت لوړ مقام

31 ثور 1403 ساعت 8:21

د وروستیو راپورونو له مخې او له شپاړس ساعته عملیاتو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت محبوب ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي او ورسره ملګري پلاوي د نسکورې شوې چورلکې له موندلو وروسته، له بده مرغه په ​​شاوخوا کې یې د ژوند کومه نښه ونه موندل شوه. او د دې چورلکې ټول نهه تنه سپرلۍ په دې پيښه کې شهيدان شوې دي.


آوا - تهران: د ایران د اسلامی جمهوریت خبری سرچینو د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رئیسی د نسکورې شوې چورلکې په هکله چې سیمې ته د د اوبو بند د پرانستلو لپاره سیمې ته تللی و او د هغه په ​​سفر کې د هغه د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز د مذهبی فقهې استازی او د جمعې امام ایت الله سید محمد علی الهاشم، د ختیځ اذربایجان والي ډاکټر مالک رحمتی او د ایران د اسلامی جمهوریت د امنیتی ځواکونو مشر سردار سید مهدی موسوی. ٤ نورو پیلوټانو او د الوتکې عملې اعلان وکړ.

تر دې مخکې د ایران د سرې میاشتې مشر اعلان کړی و چې د ایت الله رئیسي او د هغه د ملګرې نسکوره شوې چورلکه موندل شوې او ویلي یې دي چې دوی ورته نږدې شوي دي، خو له بده مرغه په ​​دننه کې د ژوندي پاتې کیدو نښې نه دي لیدل شوي.
 
آوا، دا غمیزه امام زمان عج، اسلامی انقلاب معظم رهبر امام خامنه اي او د ایران د اسلامی جمهوریت ګران حکومت او ملت ته د خپل تسلیت مراتب وړاندې کوی. 


د مطلب کود: 290644

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290644/د-ایران-اسلامي-جمهوریت-جمهور-رئیس-او-هغه-ټولو-ملګرو-هلیکوپتر-نسکوریدو-په-نتیجه-کې-شهادت-لوړ-مقام

آوا
  https://www.avapress.com