کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو د شنو خونو ګازونو په انتشار کې د افغانانو ونډه صفر اعلان کړه

30 ثور 1403 ساعت 14:05

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال د شنو خونو ګازونو په اخراج کې د افغانانو ونډه صفر وبلله او ویې ویل چې له دې سره سره د افغانستان خلک د اقلیم د کړکیچ له ویجاړونکو اغیزو سره مخ دي. 


آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیالې اندریکا رودات نن (یکشنبه د ثور ۳۰مه) په اکس ورځپاڼې کې یوه مقاله خپره کړې او ویلي یې دي چې په داسې حال کې چې د افغانستان رول هغه خلک چې د شنو خونو ګازونو په اخراج کې صفر دی د اقلیم بحران له ویجاړونکو اغیزو سره مخ دي.

دوه ورځې وړاندې هم د هېواد يو شمېر ولايتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وو، چې له امله يې درانه ځاني او مالي زيانونه واوښتل.

د شمېرو له مخې یوازې په غور او فاریاب ولایتونو کې په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شوي دي.

یوه اوونۍ وړاندې د هېواد په شمال ختیځ بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې سېلابونو پراخ ځاني او مالي زیانونه واړول.


د مطلب کود: 290612

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290612/ملګرو-ملتونو-د-شنو-خونو-ګازونو-په-انتشار-کې-افغانانو-ونډه-صفر-اعلان-کړه

آوا
  https://www.avapress.com