د بدخشان سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د دغه ولایت د فیض آباد – بهارک لویه لار د سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د بدخشان د فیض آباد – بهارک لویه لار د سیلابونو له امله تړل شوې ده
29 ثور 1403 ساعت 9:55
د بدخشان سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د دغه ولایت د فیض آباد – بهارک لویه لار د سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
آوا - کابل: د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د فیض آباد – بهارک لویه لار چې د دغه ولایت لس ولسوالۍ له فیض آباد ښار سره نښلوي، د سیلابونو د راوتلو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
خو چارواکو بیا د مسافرو او سوداګریزو کاروانونو پر مخ د دې لویې لارې د خلاصولو لپاره د هڅو د پیل اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړې توګه په بغلان ولايت کې بارانونو او سېلابونو ستر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د مطلب کود: 290532