کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوې چینایي کمپنۍ د بغلان له سیلاب ځپلو سره مالي مرسته وکړه

27 ثور 1403 ساعت 10:32

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د یوه چینايي شرکت مشر د دغه وزارت له رئیس سره په کتنه کې په بغلان کې د وروستیو سیلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او له هغوی سره یې ۲۲ زره ډالره مرسته وکړه.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د چینایي شرکت مشر ژینګ ینګ د دغه وزارت  رئیس شیخ شهاب الدین دلاور سره وکتل. دغه وزارت په بغلان کې د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو شويو کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې له هغوى سره د ٢٢ زره امريکايي ډالرو مرسته وکړه.

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم رئیس د دغه شرکت د نغدي مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل چې اسلامي امارت د متضررینو د ستونزو د هواري او د طبیعي پیښو په ښه مدیریت کې له ټولو شته امکاناتو څخه کار اخلي.

باید وویل شي، چې په بغلان کې د سېلابونو له امله سلګونه کسان مړه شوي او زرګونه نورو کورنیو ته ستر مالي زیانونه اوښتي دي.


د مطلب کود: 290468

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290468/یوې-چینایي-کمپنۍ-د-بغلان-له-سیلاب-ځپلو-سره-مالي-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com