کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تركيې د ديني چارو له رئیس سره د حج او اوقافو وزارت سرپرست لیدنه

27 ثور 1403 ساعت 10:29

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديني او علمي اړيکو د پياوړتيا او په ديني برخه کې د ګډو همکاريو په اړه ټینګار وکړ. 


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې لیکلې چې د دغه وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب له ډاکټر علي ارباش د ترکيي د دیني چارو عمومي رئیس سره وکتل.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د دیني او علمي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د دوه اړخیزو بحثونو د بنسټ د برابرولو په اړه خبرې وکړې او په دیني برخه کې یې د ګډو همکاریو هیله څرګنده کړه.

په همدې حال کې د ترکیې د دیني چارو د ادارې عمومي مشر د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډې ته په اشارې سره وویل چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د دا ډول غونډو جوړول په اسلامي نړۍ کې د مهمو مسایلو د بحث او د ستونزو او ننګونو د حل لپاره زمینه برابروي.


د مطلب کود: 290467

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290467/د-تركيې-ديني-چارو-له-رئیس-سره-حج-او-اوقافو-وزارت-سرپرست-لیدنه

آوا
  https://www.avapress.com