شرایط په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره مناسب دي/موږ د تجربو شریکولو ته چمتو یو
آوا - کابل: د صنعت اووه ورځنی ملي او نړیوال نندارتون د یکشنبې ورځ ثور ۲۳مه د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنایعو او کانونو خونې او د افغانستان د نړیوالې ټولنې په همکارۍ جوړ شو.
د دغه نندارتون په یوه بله برخه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د شرکتونو پانګوالو او چارواکو هم د خپلو شرکتونو خدمات او محصولات نندارې ته وړاندې کړل.
د ايران د دايا اطلس د جنوب ختيځ آتشکاری شرکت استازي حامد زيدآبادي د آوا خبريال ته د دغه نندارتون په څنډه کې وويل چې دغه شرکت د کانونو، سړک جوړولو او تونل جوړولو په برخو کې فعاليت کوي.
هغه په کابل کې د صنعت اوونيزې په نندارتون کې د دغه ايراني شرکت د ګډون موخه افغانستان ته د دغه شرکت د تخصص او تجربو لېږد وباله او زياته يې کړه، چې زموږ شرکت چمتو دى له افغان حکومت سره د کانونو د استخراج او سړک جوړولو په برخو کې همکاري وکړي.
د هغه په وينا، ايراني شرکتونه کولای شي افغانستان ته د کانونو لپاره د اړتيا وړ خام مواد انتقال کړي، څو د افغانستان کانونه په تخصصي ډول استخراج شي.
د ایراني شرکت استازي د افغانستان په ځانګړي ډول د کابل امنیت خورا ښه وباله او ویې ویل چې په افغانستان کې د ایراني شرکتونو د پانګونې او فعالیت ډګر ته چمتو دی.
حامد زیدآبادي دې ته په اشارې سره چې ټول ایراني سوداګر، کان کیندونکي او د کانونو شرکتونه لېواله دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، وویل چې د ښه شرایطو او په افغانستان کې د ډېرو کانونو د موجودیت له امله ایراني پانګوال لېواله دي چې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.
د ایران د حسام سنت شرق روښنايي صنایعو د خرڅلاو مدیرې آغلې الهام فتحي د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل: موږ د روښنايي صنایعو او ښاري ډیزاین وسایلو او همدارنګه د پارکونو او سړکونو د څراغونو جوړونکي یو.
د هغه په وينا، دغه ايراني شرکت خپل توليدات بېلابېلو هېوادونو لکه افغانستان، متحده عربي اماراتو، قطر، عمان، کويټ، عراق، اذربايجان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان ته صادروي.
هغه وويل، د حسام سنت شرق د رڼا صنعت په نوم دغه شرکت په کابل، بلخ او کندهار کې بېلابېلې پروژې لري او له افغان حکومت سره د لا زياتو همکاريو لېوالتيا لري.
مېرمن الهام فتحي وايي، افغان لوري د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د دوی د پروژو له پلي کېدو راضي دي او له دې وروسته به د هېواد په نورو برخو کې هم پروژې ولري.
نوموړي په افغانستان کې پانګونې ته د بهرنيو پانګوالو لېوالتيا ته په اشارې سره وويل، چې د افغانستان اوسني شرايط د پانګونې لپاره مناسب دي.
هغه د افغانستان له کورنیو تولیداتو د اسلامي امارت ملاتړ د دې هېواد د وګړو په ګټه بولي او زیاتوي، چې افغانستان د خپلو هېوادوالو د اړتیاوو لپاره د تولید په ډګر کې د پرمختګ په حال کې دی.
خو د ايران د نيان الکترونيکي شرکت استازي محمد سنګشولي د آوا له خبريال سره په خبرو کې په کابل کې د صنعت د اوونۍ په ملي او نړيوال نندارتون کې له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه.
نوموړی زیاتوي چې د دوی شرکت چمتو دی چې د برېښنايي تذکرو په برخه کې د تجربو د لېږد په برخه کې د افغانستان له حکومت او خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې او د ایران د اسلامي جمهوریت د کانونو د انجینرۍ د سیستم د ادارې ترمنځ د همکارۍ د یو تفاهم لیک د لاسلیکولو خبر ورکړی دی.