کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستان او ایران څخه څه دپاسه درې سوه کورنۍ هیواد ته راستانه شوې

26 ثور 1403 ساعت 12:00

د کډوالو د ستونزو د هواري عالي کمیسیون تیره ورځ له پاکستان او ایران څخه د ۳۵۷ کورنیو د راستنیدو خبر ورکړ او ویې ویل چې اسلامي امارت هغوی ته په کمپونو کې موقتي استوګنځایونه ورکړي او مرسته ورسره کړي ده.


آوا - کابل: د کډوالو د ستونزو د هوارۍ عالي کمیسیون د تیرې ورځې په بهیر کې له پاکستان او ایران څخه د ۳۵۷ کورنیو د راستنیدو شمیرې اعلان کړې او ویلي یې دي چې د تل په څیر د دغو کورنیو لپاره د اسلامي امارت له لوري په کمپونو کې میشتو کورنیو ته باید موقتي استوګنځایونه ورکړل شي او له دغو کسانو سره دې مرستې وشي.

د یادونې وړ ده چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۳۷۰۰ کډوالو د راستنیدو اعلان کړی دی.

دغه راز د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو راستنېدونکو څخه يو شمېر يې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندويه بنسټونو ته معرفي شوي دي.

په همدې حال کې پاکستان په تېرو څو میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.


د مطلب کود: 290411

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290411/له-پاکستان-او-ایران-څخه-څه-دپاسه-درې-سوه-کورنۍ-هیواد-ته-راستانه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com