د حکومت د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت سرپرست اعلان کړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت یو شمېر پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې په افغانستان کې د کور جوړولو او ښاري پراختیا په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
ایراني پانګوال په افغانستان کې د ښاري پراختیا او کور جوړولو په برخه کې پانګونه کوي
26 ثور 1403 ساعت 11:54
د حکومت د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت سرپرست اعلان کړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت یو شمېر پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې په افغانستان کې د کور جوړولو او ښاري پراختیا په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د ښار او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت یو شمیر پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست شیخ حمدالله نعماني سره وکتلي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې ایراني پانګوالو په افغانستان کې د کور جوړولو او ښاري پراختیا په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
له بلې خوا د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت سرپرست ایراني پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کور جوړونې، ښار جوړونې او ښاري پراختیا په برخو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده.
په همدې حال کښې په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د مختلفو شرکتونو چارواکو د آوا له خبریال سره په مرکه کښې د افغانستان شرایط د ایرانی شرکتونو د پانګونې او فعالیتونو لپاره مناسب وبلل او ویې ویل ایرانی پانګوال او شرکتونه چمتو دی چې په افغانستان کښې پانګونې او خپلې تجربې انتقال کړی.
د مطلب کود: 290409