د رئیس الوزرا اداري مرستيال د ملګرو ملتونو د پروژې د خدمتونو د څانګې له اجرائيه رئيس سره په کتنه کې له ټولو نړيوالو مرستندويه موسسو وغوښتل چې کروندګرو ته د کوکنارو د بديل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمينې په برابرولو کې همکاري وکړي.
د رئیس الوزرا اداري مرستیال:
نړیوال سازمانونه باید افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیل کښت په برابرولو کې همکاري وکړي
26 ثور 1403 ساعت 11:44
د رئیس الوزرا اداري مرستيال د ملګرو ملتونو د پروژې د خدمتونو د څانګې له اجرائيه رئيس سره په کتنه کې له ټولو نړيوالو مرستندويه موسسو وغوښتل چې کروندګرو ته د کوکنارو د بديل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمينې په برابرولو کې همکاري وکړي.
آوا - کابل: د رئیس الوزرا له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د سازمان له اجراییه رییس جورج موریرا دا سلوا سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي دا سلوا د رئیس الوزرا اداري مرستيال د خپلو تېرو فعاليتونو او لاسته راوړنو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه رياست په پام کې لري چې په افغانستان کې د سولري پمپونو په نصبولو سره د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.
له بلې خوا مولوي عبدالسلام حنفي د دغه دفتر له فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) دفتر له فعالیتونو ملاتړ کوي او د دغه دفتر د پروژو د تطبیق لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي. .
د لومړي وزیر د دفتر اداري مرستیال له ټولو نړیوالو مرستندویه موسسو هم غوښتي چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې همکاري وکړي.
د مطلب کود: 290406