د پوهنې وزارت چارواکي د دايکنډي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې د يوه نوي ښوونځي د پرانېستلو خبر ورکوي او وايي، چې د دغه ښوونځي پر جوړېدو يو ميليون او پنځه سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دى.
د دايکنډي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې يوه ښوونځي پرانيستل شوه
25 ثور 1403 ساعت 15:09
د پوهنې وزارت چارواکي د دايکنډي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې د يوه نوي ښوونځي د پرانېستلو خبر ورکوي او وايي، چې د دغه ښوونځي پر جوړېدو يو ميليون او پنځه سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دى.
آوا: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه د ثور ۲۵ مه د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د پرانیستلو خبر ورکړ.
د دايکنډي ولايت د پوهنې رييس عنايت الله سحر وويل، چې د دغه ښوونځي پر جوړېدو څه باندې يو ميليون او پنځه سوه زره افغانۍ لګښت راغلى، چې د معتزکرې ولسوالۍ د پوهنې مينه والو او د پوهنې د مينه والو له خوا ورکړل شوى دى.
د هغه په وينا، ياد شوى ښوونځى له نورو ضميمو سره ٨ درسي خونې لري، چې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى.
خو د پوهنې وزارت رهبري د پوهنې په برخه کې د دايکنډي ولايت د خلکو د ونډې په ګډون له پوهنې سره د هېوادوالو له مرستو او همکاريو څخه مننه او قدرداني وکړه.
په ورته وخت کې یو شمېر بهرني کارپوهان په هېواد کې د زده کړو لپاره د خلکو د لېوالتیا وضعیت پېچلی ګڼي.
د مطلب کود: 290375