د "افغان شخصیتونو د اړیکو کمیسیون" په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېر حکومت په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد د قتل په تور نیول شوی، نه د پخواني کړنو له مخې.
له شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون: الله ګل مجاهد د قتل په تور نیول شوی دی
25 ثور 1403 ساعت 15:05
د "افغان شخصیتونو د اړیکو کمیسیون" په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېر حکومت په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد د قتل په تور نیول شوی، نه د پخواني کړنو له مخې.
آوا - کابل: د «افغان» شخصیتونو سره د تماسونو کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تېر حکومت په پارلمان کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد د پخواني کړنو له امله نه دی نیول شوي، بلکي هغه د نوي قتل په تور د کابل د امنیه قوماندانۍ له خوا نیول شوی دی.
دغه کمیسیون نن (سه شنبه د ثور ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له افغان شخصیتونو سره د تماسونو کمیسیون له راستنیدونکو سره په کړو ژمنو عمل کړی او د اسلامي امارت د رهبرۍ د بښنې حکم ته په بشپړ ډول ژمن دی.
د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د کابل د پوليسو وياند اعلان وکړ، چې الله ګل مجاهد به د دوسيې تر نهايي کېدو پورې په بند کې وي.
د مطلب کود: 290373