د مالیې وزارت چارواکو د لوګر د مس عینک کان د قراردادي شرکت له رئیس سره د دغه وزارت د عوایدو او ګمرکونو د وزیر د کتنې او بحث په اړه د دغه کان د مالیاتو او د ګمرکي محصول د معافیت د پراختیا په اړه معلومات ورکړل.
د عینک د مسو کان د مالیاتو په اړه بحث وشو
25 ثور 1403 ساعت 12:25
د مالیې وزارت چارواکو د لوګر د مس عینک کان د قراردادي شرکت له رئیس سره د دغه وزارت د عوایدو او ګمرکونو د وزیر د کتنې او بحث په اړه د دغه کان د مالیاتو او د ګمرکي محصول د معافیت د پراختیا په اړه معلومات ورکړل.
آوا - کابل: د مالیې وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ملا عبدالقهار ادریس د عینک د مسو کان د قراردادي شرکت له رئیس سونګ وین بینګ سره وکتل.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د دغه کان د مالیې پر مسایل، د دغې پروژې د پراختیا په پړاو کې د ګمرکي محصول د معافیت او همدارنګه د ګمرکي طرزالعملونو د اسانتیا او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو وزیر د دغه شرکت مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د شته اسانتیاوو او د تاسیس شویو اصولو له مخې به د یادو ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې سرپرست حکومت له پیل څخه تر اوسه پورې د بهرنیو او کورنیو پانګوالو د شتون په برخه کې خپلې ډېرې هڅې کړې، څو د تړونونو په لاسلیکولو او د افغانستان د کانونو په استخراج سره هېواد له اقتصادي انحصار څخه خلاص کړي.
د مطلب کود: 290351