د هرات ولایت د احمدشاه فقیري خیریه بنسټ له لوري د بغلان ولایت سیلاب ځپلو خلکو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو په ګډون د اړینو مرستو یو کاروان واستول شو.
له هرات څخه د بغلان سیلاب ځپلو ته د مرستو رسول
25 ثور 1403 ساعت 12:16
د هرات ولایت د احمدشاه فقیري خیریه بنسټ له لوري د بغلان ولایت سیلاب ځپلو خلکو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو په ګډون د اړینو مرستو یو کاروان واستول شو.
آوا - هرات: په هرات کې د احمدشاه فقیری خیریه بنسټ مسوولینو د بغلان مرکز، برکه او نهرین ولسوالیو ته د خوراکی او غیر خوراکی توکو د مرستو یو کاروان د هیواد په شمال کې د سیلابونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه واستاوه.
د دوی په خبره، د زیانمنو شویو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ته اوړه، وریجې، غوړي، کمپلې، غالۍ، له ګازو ډکې ډبې، د چای ترموز او د لمریزې څراغونو په ګډون د مرستو بستې چمتو کړې دي.
ویل کیږي، چې په تېرو څو ورځو کې د سختو اورښتونو په پایله کې د هېواد شمالي ولایتونه د ویجاړونکو سېلابونو د راوتلو شاهد وو، چې له امله یې سلګونه کسان مړه، ژوبل او بې ځایه شوي، چې د خلکو او خیریه بنسټونو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د مطلب کود: 290348