کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د بغلان د سېلاب ځپلو په روغتیايي وضعیت ټینګار وکړ

25 ثور 1403 ساعت 10:24

د عامې روغتیا وزارت چارواکو بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د "CHC" روغتیايي مرکز ته د دغه وزارت د سرپرست وزیر د سفر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د بغلان د سیلابونو د ټپیانو پر روغتیايي وضعیت ته په پاملرنې ټینګار کړي.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د برکې ولسوالۍ د "CHC" روغتیايي مرکز له خدمتونو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي له دغه مرکز څخه د لیدنې پر مهال په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو روغتیايي وضعیت ته په هر اړخیزه پاملرنې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست او د "CHC" روغتيايي مرکز مسوولينو ډاډ ورکړى، چې د ټپيانو او نورو ناروغانو روغتيايي حالت ته به جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې وروستیو سېلابونو د هېوادوالو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي او له همدې امله اسلامي عدالت حکم کوي چې د ټولنې غړي باید په جدي توګه د مرستې لپاره میدان ته راووځي. 


د مطلب کود: 290343

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290343/د-عامې-روغتیا-سرپرست-وزیر-بغلان-سېلاب-ځپلو-په-روغتیايي-وضعیت-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com