د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې او د ایران د اسلامي جمهوریت د کانونو د انجینرۍ د سیستم د ادارې ترمنځ د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د افغانستان د کانونو خونې او د ایران د انجینرۍ ادارې ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو
25 ثور 1403 ساعت 10:19
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې او د ایران د اسلامي جمهوریت د کانونو د انجینرۍ د سیستم د ادارې ترمنځ د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
آوا - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې او د ایران د اسلامي جمهوریت د کانونو د انجینرۍ سیسټم د ادارې ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک د مولوي قدرت الله جمال د دغه وزارت مرستیال، د صنایعو او کانونو د خونې مشر شیرباز کمین زاده او د ایران استازي رضا بسطامي په حضور کې لاسلیک شو.
د ایران د کانونو د انجینرۍ د سازمان استازي د دغه تفاهم لیک د لاسلیک پر مهال وویل چې دغه سازمان به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې خپل دفتر پرانیزي.
هغه زیاته کړه، چې د دغه سازمان د دفتر پرانېستل به ایراني کانونو انجنیرانو ته اجازه ورکړي، چې خپلې تجربې له افغان انجنیرانو سره شریکې کړي.
د مطلب کود: 290342