د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت تیره ورځ (یکشنبه) له پاکستان څخه د څه باندې ۳۰۰ کډوالو د جبري شړلو اعلان وکړ.
د پاکستان څخه تر ۳۰۰ ډېر کډوال په زوره ایستل شوي دي
25 ثور 1403 ساعت 9:46
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت تیره ورځ (یکشنبه) له پاکستان څخه د څه باندې ۳۰۰ کډوالو د جبري شړلو اعلان وکړ.
آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له پاکستان څخه پرون (د ثور ۲۳مه) څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي چې ۲۵۸ تنه د تورخم له لارې او ۱۱۴ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو راستنېدونکو څخه يو شمېر يې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندويه بنسټونو ته معرفي شوي او پر نورو يې نغدي مرستې وېشل شوې دي.
د مطلب کود: 290331