د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په مرکزي بغلان کې له ۱۰۹ سیلاب ځپلو کورنیو سره د ترکیې د الحسنات بنسټ له خوا څه باندې ۷۰۸ زره افغانۍ نغدي مرستې وویشل شوې.
د ترکيې د الحسنات بنسټ د بغلان له سېلاب ځپلو سره څه باندې ۷۰۰ زره افغانۍ مرسته وکړه
25 ثور 1403 ساعت 9:44
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په مرکزي بغلان کې له ۱۰۹ سیلاب ځپلو کورنیو سره د ترکیې د الحسنات بنسټ له خوا څه باندې ۷۰۸ زره افغانۍ نغدي مرستې وویشل شوې.
آوا: د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د باشي الله داد په کلي کې د سختو بارانونو له امله زیانمنو شویو ۱۰۹ کورنیو ته د ترکیې د یوې خیریه موسسې له خوا ۷۰۸۵۰۰ افغانۍ ویشل شوي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغې مرستندويه موسسې زياته کړه چې ياده شوې مرسته د ترکيې د الحسنات خيريه بنسټ له خوا برابره شوې وه او هرې کورنۍ ته شپږ زره پنځه سوه افغانۍ ورکړل شوې.
د مطلب کود: 290330