کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې سیلابونه

د قطري مرستو لومړۍ جوپه مزارشریف ته ورسیده

25 ثور 1403 ساعت 9:39

د قطر دولت د بشري مرستو لومړۍ جوپه چې ۲۲ ټنه وزن لري د بغلان ولایت سیلاب ځپلو ته په یوه چارتر الوتکه کې دولتي چارواکو او د هیواد مرکزي حکومت ته وسپارله.


آوا - مزار شریف: د قطر استازی فهد عبدالله الدوسری وایی، موږ په یوه چارتره الوتکه کې د مولانا جلال الدین محمدی بلخی هوایی ډګر ته د بشری مرستو له بار وړونکو موټرو سره چې ۲۲ ټنه درمل، خیمې، کمپلې او نور توکي چارواکو ته وسپاري.

  هغه زیاته کړه: ډاډه دی چې د قطر حکومت به د سیلاب ځپلو لپاره د بشري مرستو څلور الوتکې واستوي، نن لومړۍ الوتکه مزارشریف ښار ته رسیدلې ده او دغه الوتنې به په راتلونکو دریو ورځو کې دوام وکړي. 
 
هغه وویل، د قطر دولت به د افغانستان له خلکو او په ځانګړې توګه له سېلاب ځپلو سره هر ډول همکاري وکړي.

له بلې خوا د اقتصاد وزارت مالي مرستیال مولوي محمد علم جمیل د مرستو د سپارلو په مراسمو کې وویل چې د افغانستان حکومت او خلک د بغلان د ناورین له امله خواشیني او زیانمن شوي دي. د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي په بغلان ولایت کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې په هڅه کې دي.
 
هغه زياته کړه، چې د سېلاب په لومړيو شېبو کې د ملي اردو ځواکونه له چورلکو سره د خلکو مرستې ته ورغلي او د پېښې د قربانيانو د ثبت او څېړنې، د مرستو د وېش او ټپيانو ته د مرستې رسولو په برخو کې درې کمېټې جوړې شوې او په کار يې پيل کړى دى.
 
مولوي جمیل زیاته کړه: لکه څنګه چې د ایران اسلامي جمهوریت، ترکیې، قطر او نورو هېوادونو د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو هرکلی کړی، د اسلامي امارت حکومت هم د سېلاب ځپلو لپاره د نړۍ د هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي. 

په همدې حال کې د هېواد په شمال کې د سرې میاشتې ټولنې مشر قاري محمد یونس معصومي وویل: د شمالي ولایتونو سیلاب ځپلي ټول د سرې میاشتې ټولنې تر پوښښ لاندې دي او موږ د قطر له حکومت څخه د بشري مرستو له امله مننه کوو او له نورو هېوادونو هم غوښتنه کوو. 
 
د يادونې وړ ده، چې په شمالي ولايتونو په ځانګړې توګه په بغلان کې سېلابونو سلګونه کسان وژلي او ډېر مالي زيانونه يې اړولي دي.


د مطلب کود: 290327

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290327/د-قطري-مرستو-لومړۍ-جوپه-مزارشریف-ته-ورسیده

آوا
  https://www.avapress.com