د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي راشد خان ارمان د بغلان له سیلاب ځپلو سره د یو نیم میلیون افغانیو مرسته اعلان کړه.
راشد خان د بغلان له زلزله ځپلو سره ۱.۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه
23 ثور 1403 ساعت 14:52
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي راشد خان ارمان د بغلان له سیلاب ځپلو سره د یو نیم میلیون افغانیو مرسته اعلان کړه.
آوا: د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان ارمان په هیواد کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره د یو نیم میلیون افغانیو مرسته اعلان کړه.
د افغانستان د کرکټ ستوري نن (یکشنبه د ثور ۲۳) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دغه مرسته به د راشد خان خیریه بنسټ له خوا پر اړمنو کسانو وویشل شي.
خان زیاته کړه: "موږ به هره ورځ 1000 سیلاب ځپلو ته د 15 ورځو لپاره خواړه چمتو کړو."
د هېواد د کرکټ ستوري د راشد خان خیریه بنسټ له خوا د دې مرستې له اعلان سره سم د بغلان له سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د بغلان له سېلاب ځپلو سره د مرستې لړۍ پيل شوې ده.
په دې وروستیو کې د عزیزي بانک مالک میرویس عزیزي د شنبې په ورځ د ثور په ۲۲ مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې به له سیلاب ځپلو سره پنځوس میلیونه افغانۍ مرسته وکړي.
عزيزي په اکس کې وويل، چې د بغلان ولايت ته يې د مرستندويه ډلې د لېږلو امر کړى دى.
هغه زياته کړه چې د تلفاتو د زياتوالي له امله يې د مرستې پرېکړه کړې ده.
د هېواد په تېره بیا په بغلان ولایت کې وروستیو سېلابونو ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د مطلب کود: 290257