د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، د پخواني حکومت د پارلمان غړی الله ګل مجاهد د یوه کس د وژنې په تور نیول شوی دی.
د کابل د پولیسو ویاند: "الله ګل مجاهد" د یوه کس د وژلو په تور نیول شوی دی
23 ثور 1403 ساعت 13:46
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، د پخواني حکومت د پارلمان غړی الله ګل مجاهد د یوه کس د وژنې په تور نیول شوی دی.
آوا - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه پیغام کې ویلي چې الله ګل مجاهد د سعیدالله په نوم د یوه کس په وژنه کې شکمن و. د هغه په وينا، دغه کس د ١٤٠٢ کال د حوت په نهمه وژل شوى دى.
هغه وویل چې د دوی د محکمې د پریکړې پر بنسټ د الله ګل مجاهد ازادي "محدود" شوې او هغه به د تحقیقاتو تر بشپړیدو پورې په "توقیف" کې پاتې شي.
د مطلب کود: 290244