د بلخ د والي وياند په بلخ کې د بغلان له سېلاب ځپلو سره د مرستو د راټولولو لپاره د بېړنۍ کمېټې د جوړېدو خبر ورکوي او وايي چې تر اوسه پورې اته لارۍ خوراکي توکي، خېمې او جامې سېلاب ځپلو ته لېږل شوي دي.
په بلخ ولایت کې د بغلان له سیلاب ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاین پیل شو
23 ثور 1403 ساعت 13:44
د بلخ د والي وياند په بلخ کې د بغلان له سېلاب ځپلو سره د مرستو د راټولولو لپاره د بېړنۍ کمېټې د جوړېدو خبر ورکوي او وايي چې تر اوسه پورې اته لارۍ خوراکي توکي، خېمې او جامې سېلاب ځپلو ته لېږل شوي دي.
آوا - مزارشریف : د بلخ د والي ویاند عطاء الله زید د آوا خبریال ته وویل، چې د بغلان ولایت له سیلاب ځپلو سره د مرستو راټولولو او سیلاب ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو په موخه د بیړنۍ کمیټې د جوړیدو خبر ورکوي.
هغه زياته کړه: "د بلخ ولايت د سيمه ييزو ارګانونو ادارې يو شمېر نورو لوړ پوړو کارکوونکو د يوې مياشتې لپاره خپل معاشونه د بغلان ولايت له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ورکړي دي."
عطاءالله زید زیاته کړه چې د بلخ ولایت د دولتي چارواکو، سوداګرو او خلکو د مرستو د راټولولو کمپاین به د شنبې تر ورځې (د ثور ۲۵مه) دوام وکړي او له هغې وروسته به د بغلان سیلاب ځپلو ته ولېږدول شي.
هغه دغه راز وويل: "د بلخ ولايت چارواکي او اوسېدونکي د سېلاب له امله د بغلان د خلکو د زياتو مالي او ځاني زيانونو له امله زيانمن شوي او خپله خواخوږي څرګندوي."
د يادونې وړ ده، چې بلخ په ټول هېواد کې د طبيعي پېښو له زيانمنو سره د مرستو په رسولو کې يو له مخکښو ولايتونو څخه دى او تېر کال يې د هرات ولايت زلزله ځپلو ته د پام وړ مرستې لېږلې وې.
د مطلب کود: 290243