کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تبیان مرکز رئیس؛

په دننه او بهر کې شتمن هیوادوال او نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره د افغانستان له حکومت او ځپل شوي ولس سره مرستې وکړي!

23 ثور 1403 ساعت 11:31

د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر د هېواد له شمال څخه تر لوېدیځ پورې په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول په بغلان ولایت کې د سختو بارانونو او ویجاړونکو سېلابونو له امله په یوه پیغام کې د ټولو شتمنو هیوادوالو، په بهر کې مېشتو کډوالو ، نړيوالې ټولنې، ګاونډيو هېوادونو او نړۍ څخه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د افغانستان له حکومت او ځپل شوي ولس سره د مرستې لپاره لاس په کار شي.


آوا - کابل: د حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د پیغام بشپړ متن په لاندې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
د هېواد په یو شمېر ولایتونو په تېره بیا په بغلان ولایت کې د پرله پسې اورښتونو او سېلابونو له امله د ډېرو خلکو کورونه او کروندې زیانمنې شوې او د پام وړ شمېر خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم، شهیدانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د مغفرت او جنت فردوس او ټپیانو ته د لوی اجر او صبر غوښتنه کوم  او د ټولو شتمنو هیوادوالو، په بهر کې مېشتو کډوالو ، نړيوالې ټولنې، ګاونډيو هېوادونو او نړۍ څخه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د افغانستان له حکومت او ځپل شوي ولس سره د مرستې لپاره لاس په کار شي.
سید عیسی حسینی مزاری
۲۳ ثور ۱۴۰۳ شمسی
 
د راپورونو له مخې یوازې په بغلان ولایت کې ویجاړونکي سېلاب نږدې ۳۰۰ کسان وژلي او ګڼ کورونه او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړي دي. دغه سېلاب د هېواد په نورو شمال ختيځو او شمالي ولايتونو لکه تخار، بدخشان او سمنګان او دغه راز د هېواد په لوېديځو ولايتونو کې ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 290232

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290232/په-دننه-او-بهر-کې-شتمن-هیوادوال-نړیواله-ټولنه-باید-ژر-تر-ژره-د-افغانستان-له-حکومت-ځپل-شوي-ولس-سره-مرستې-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com