کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان کې د سېلابونو له امله درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي

23 ثور 1403 ساعت 9:41

د سمنګان د والي وياند وايي، چې په دغه ولايت کې سېلابونو د ځاني زيان ترڅنګ د دوو تنو د وژل کېدو لامل هم ګرځولي دي.


آوا - مزارشریف: د سمنګان د والي ویاند عبدالله هوتک په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه وايي: د دره صوف بالا او دره صوف پایان په ولسوالیو کې په خرم او سارباغ کې له بارانونو وروسته لوی سېلابونه راوتلي چې له امله یې دوه کسان وژل شوي، ۱۰۰ څاروي له منځه تللي، ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي او یو کس ټپي شوی دی.

هغه زياته کړه، چې د سېلابونو له امله له سلو جريبه ډېره کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او د خرم او سارباغ ولسواليو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.

هوتک زياته کړه چې په وژل شويو کې يوه ښځه او يو نارينه دي.

د يادونې وړ ده، چې په دوو ورځو کې د هېواد په شمالي ولايتونو کې سېلابونو ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي او سېلاب ځپلو سيمو ته يې د مرستو رسولو په موخه چارواکي لېږلي دي.


د مطلب کود: 290215

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290215/په-سمنګان-کې-د-سېلابونو-له-امله-درانه-ځاني-او-مالي-زيانونه-اوښتي-دي

آوا
  https://www.avapress.com