کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بغلان يو شمېر اوسېدونکي له سېلابونو وژغورل شول

22 ثور 1403 ساعت 11:57

د ملي دفاع وزارت د ٢١٧ عمري قول اردو د منسوبينو له خوا په بغلان ولايت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يو شمېر ملکي وګړو د ژغورنې خبر ورکړ.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بغلان ولایت یو شمېر ښاریان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې بند پاتې وو، د ۲۱۷ عمری قول اردو لخوا ژغورل شوي.

په همدې حال کې د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي هدایت الله همدرد وايي، د لومړنیو راپورونو له مخې د جمعې ورځې سېلابونو ۵۰ کسان وژلي دي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د لوقیان او شیخ جلال کلي د زیاتې مرګ ژوبلې شاهدان دي.

د بغلان روغتيايي سرچينې وايي، چې د هر ساعت په تېرېدو سره زيات ټپيان او قربانيان روغتيايي مرکزونو په ځانګړې توګه د بغلان مرکزي روغتون ته لېږدول کېږي.

تر اوسه د دغو سېلابونو د اوښتو زيانونو او د ځاني زيان په اړه کره شمېرې نشته.

د راپورونو له مخې، دغو سېلابونو پر انساني تلفاتو سربېره زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه، سلګونه باغونه، دولتي تاسيسات لکه کانالونه او سړکونه هم ويجاړ کړي دي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي وايي چې د ژغورنې ډلو بې شمېره کسان له سېلاب څخه ژغورلي او د دغو ټيمونو هڅې لا هم روانې دي.

هغه وويل چې ځايي ادارې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لړۍ پيل کړې ده.

روغتيايي سرچينو د دغه سېلاب د ټپيانو د درملنې لپاره د هڅو خبر هم ورکړ.


د مطلب کود: 290178

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290178/د-بغلان-يو-شمېر-اوسېدونکي-له-سېلابونو-وژغورل-شول

آوا
  https://www.avapress.com