کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تخار کې سېلابونو تر ۲۰ ډېر کسان وژلي دي

22 ثور 1403 ساعت 11:53

په تخار ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله د شلو تنو د وژل کیدو، د لسګونو کورونو او د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو د ویجاړیدو خبر ورکوي.


آوا - کابل: د تخار ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه د استوګنې کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده. 

د چارواکو په خبره، دغو سېلابونو تر ډېره په چال، اشکمش، نمک‌اب او فرخار ولسوالیو کې زیانونه اړولي دي.

دغه راز په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې هم سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 290176

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290176/تخار-کې-سېلابونو-تر-۲۰-ډېر-کسان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com