د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تمه ده چې د نوري فایبر لین په بشپړېدو سره به د دغه ولایت سلګونه زره اوسېدونکي له لومړنیو انټرنیټي خدمتونو برخمن شي.
په نیمروز کې د نوري فایبر لین غځول/ ارزانه او لوړ سرعت انټرنیټ ته د خلکو لاسرسی
22 ثور 1403 ساعت 9:41
د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تمه ده چې د نوري فایبر لین په بشپړېدو سره به د دغه ولایت سلګونه زره اوسېدونکي له لومړنیو انټرنیټي خدمتونو برخمن شي.
آوا - کابل: د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد وايي چې د نوري فایبر د پروژې کار د دلارام په ولسوالۍ کې پیل شوی او د زرنج ښار او نورو ولسوالیو ته به وغځول شي.
نوموړي په افغانستان کې د سترو پرمختيايي پروژو پلي کېدو ته په اشارې سره رسنيو ته وويل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د پرمختيايي پروژو په پلي کولو سره خلکو ته سوکالي او پرمختګ ورکړي.
هغه د نوري فایبر تخنیکي کارکوونکو ته وویل، چې د ورځې په اوږدو کې په ډاډه زړه او له امنیتي اندېښنو پرته کار وکړي.
د نيمروز ښاريان د نوري فايبر د پروژې له پيل څخه خوښ دي او وايي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به يې با کيفيته او ارزانه انټرنېټ ته لاسرسی پيدا کړي.
د مطلب کود: 290157