کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د الکترونیکي حکومتولۍ د پراخولو هڅه کوي

21 ثور 1403 ساعت 12:59

د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سافټویر شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې وویل چې حکومت د برېښنايي حکومتوالۍ په برخه کې کار کوي.


آوا - کابل: پرون پنجشنبه د ثور ۲۰ مه، د افغانستان د ملی اردو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې د رئیس الوزرا له اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي د سافټویر د شرکتونو د مسؤلینو سره وکتل.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د توتي سبز شرکت مشر برهان الدین د دغه شرکت له خوا د جوړ شوي سافټویر پروګرام په اړه وویل: په بېلابېلو برخو په تېره بیا د سافټویر په برخه کې ښه ظرفیتونه شته او که چېرې دوی ته فرصت ورکړل شي، نو دوی ته به یې زمینه برابره شي. 
 
هغه د دغه شرکت له خوا د بانکدارۍ او انلاین پلورنې په برخو کې د نورو سافټویرونو د جوړولو اعلان وکړ او له دغو سافټویرونو څخه د ګټې اخیستنې بنسټ ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
 
د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم په دې کتنه کې وویل: حکومت په خپل ټول توان سره د الکترونیکي حکومتوالۍ د پراخولو او په بېلابېلو برخو کې له خوندي سافټویرونو څخه کار اخلي.


د مطلب کود: 290138

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290138/مولوي-عبدالسلام-حنفي-اسلامي-امارت-د-الکترونیکي-حکومتولۍ-پراخولو-هڅه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com