کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږلو بهیر پیل شو

21 ثور 1403 ساعت 12:52

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر تېره شپه د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د لومړي کاروان په استولو سره پیل شو.


آوا: د ترانسپورت وزارت د چارواکو په وینا، ټاکل شوې د حج دوهمه الوتنه نن له مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر څخه ترسره شي.
 
د ارشاد، حج او اوقافو وزير نور محمد ثاقب د افغان حاجيانو د لومړي کاروان د لېږد په مراسمو کې وويل، چې سږ کال يې حج کوونکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د کاري کمېټو کارکوونکي سعودي عربستان ته لېږلي دي. 


د مطلب کود: 290137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290137/سعودي-عربستان-ته-د-حاجیانو-لېږلو-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com