کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بې سرحده ډاکټران:

د رفح پولې تړل به په غزه کې د ژوند بد وضعیت لا پسې خراب کړي

20 ثور 1403 ساعت 11:17

د بې پولې ډاکټرانو د ډلې مشر وايي، په غزې تړانګه کې د اوبو، خوراکي توکو او درملو د رسولو وضعیت خطرناک پړاو ته رسېدلی او د رفح پولې تړل به د خلکو د ژوند شرایط لاپسې خراب کړي.


آوا: د بې سرحده ډاکټرانو د روغتیايي ډلې مشر "اوورلي ګودر" په یوه بیان کې د رفح د پولې د بیا پرانستلو د غوښتنې په ترڅ کې وویل چې بشري مرستې، طبي وسایل، خوراکي توکي او د سونګ مواد به د دغه خنډ له امله داخل نه شي.
 
د غزې په تړانګه کې د اوبو، خوراکي توکو او درملو د کمښت په اړه ګودر زیاته کړه: له اوو میاشتو څخه زیاتې جګړې وروسته، چې 1.7 میلیونه خلک یې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړل.

  د ملګرو ملتو سرمنشي «انتونیو ګوتریش» هم په یوه بیانیه کښې خبرداری ورکړ چې په رفح باندې د صهیونیسټي رژیم حمله به د بشري ناورین سبب شي او یوه ستراتیژیکه اشتباه ده.
 
د ملګرو ملتو سرمنشي له صهیونیسټ رژیم او حماس غورځنګ وغوښتل چې اوربند وکړي او د رفح په ښار د دغه رژیم د بشپړ یرغل مخه ونیسي.
 
ګوترش نننۍ دوره د فلسطین د خلکو، صهیونیسټ رژیم او د ټولې سیمې د برخلیک لپاره یوه پریکړه کونکې شیبه وبلله.
 
د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۷مه نیټه د صهیونیسټ رژيم جنګي کابینې له نړیوالو مخالفتونو سره سره د غزې د تړانګې په جنوب کښې د رفح په ښار باندې د ځمکني برید اجازه ورکړه او د دغه رژیم فوځ د فلسطین په لویدیځه غاړه کښې قبضه وکړه. 


د مطلب کود: 290100

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290100/د-رفح-پولې-تړل-په-غزه-کې-ژوند-بد-وضعیت-لا-پسې-خراب-کړي

آوا
  https://www.avapress.com