کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد سوک وهونکی "قیس علیزاده" د اسیا د ځوانانو د اتلولۍ دویم مقام خپل کړ

20 ثور 1403 ساعت 10:03

د هېواد سوک وهونکی قیس علیزاده د ځوانانو په کټګورۍ کې د اسیایي سیالیو په پای لوبه کې د قزاقستان سیال ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال یې وګاټه.


آوا: علیزاده د دغه ټورنمنټ په پای لوبه کې د قزاقستان سیال ته ماتې ورکړه او له نږدې دوه لسیزو وروسته یې د سپینو زرو مډال افغانستان ته راوړ.

د ۸۰ کیلو ګرامو په وزن کې دغه سیالي تېره شپه د قزاقستان په پلازمېنه کې ترسره شوه.

علیزاده تر دې وړاندې هم د ۸۰ کیلوګرامو په وزن کې خپل هندي سیال ته ماتې ورکړې وه او د دغه ټورنمنټ وروستي پړاو ته رسېدلې وه.

د سوک وهنې فدراسیون ویلي چې قیس علیزاده له شپږو نورو افغان سوک وهونکو سره په دوو اونیو کې د پاریس د المپیک د غوراوي سیالیو کې د ګډون لپاره تایلنډ ته ځي.


د مطلب کود: 290085

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290085/د-هېواد-سوک-وهونکی-قیس-علیزاده-اسیا-ځوانانو-اتلولۍ-دویم-مقام-خپل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com