کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان ولایت کې درې پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

20 ثور 1403 ساعت 9:59

په پروان ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو پرمختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا - کابل: د پروان ولایت په مرکز او بګرام ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د درې پرمختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د باختر آژانس د خبرله مخې: په دغو پروژو کې د يوه ښوونځي جوړول، د رباط د کلي د شورا د ودانۍ ترميم او د پنځو شنه خونو جوړول شامل دي.

رسنیو خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ او مزارشریف ښار کې د یوه بند او درې سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


د مطلب کود: 290083

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290083/په-پروان-ولایت-کې-درې-پرمختیايي-پروژې-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com