کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او کلتور وزارت:

د وزارتونو ویاندان د هیوادوالو سره دقیق معلومات شریک کړئ

19 ثور 1403 ساعت 14:08

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د "مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ په لومړۍ ناسته کې" له رسنیو سره پر ښه اړیکه تنګار وکړه او د وزارتونو له ویاندویانو یې وغوښتل چې د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه هر اړخیز معلومات له هېوادوالو سره شریک کړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ادارې له ویاندویانو سره د همغږۍ لومړۍ غونډه ترسره کړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وايي، دولتي ادارې باید هغه څه خپاره کړي چې د افغانانو تر منځ اسلامي نظام او ملي یووالی ټینګوي.

ښاغلي خیرخواه له ویاندویانو څخه هم وغوښتل چې د خپلو څانګو نظریات او وړاندیزونه په لیکلي ډول د اطلاعاتو او فکلتور له وزارت سره شریک کړي.

له بلې خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور رئیس مولوي عتيق الله عزيزي د ​​وزارتونو او خپلواکو رياستونو د وياندويانو هلې ځلې وستايلې او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه هر اړخيز معلومات له هېوادوالو سره شريک کړي.

ښاغلي عزیزي له رسنیو سره پر ښه اړیکه ټنګار وکړ او د اطلاعاتو په برخه کې یې د اسلامي امارت د پالیسۍ مهم ټکي تشریح کړل.
 
دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې ډېری د رسنیو مسوولین او خبریالان اطلاعاتو ته د کره لاسرسي له نشتوالي شکایت کوي.


د مطلب کود: 290060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290060/د-وزارتونو-ویاندان-هیوادوالو-سره-دقیق-معلومات-شریک-کړئ

آوا
  https://www.avapress.com