د اسلامي امارت د لرئیس الوزرا اقتصادي مرستیال په روانه میاشت کې په بېلابېلو برخو کې د ۴۴ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۸ مهمو پروژو د پرانېستلو اعلان وکړ.
په تېره یوه میاشت کې د ۴۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۸ مهمې اقتصادي پروژې پرانیستل شوې
19 ثور 1403 ساعت 12:42
د اسلامي امارت د لرئیس الوزرا اقتصادي مرستیال په روانه میاشت کې په بېلابېلو برخو کې د ۴۴ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۸ مهمو پروژو د پرانېستلو اعلان وکړ.
آوا - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادی مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ټرانسپورټ، صنعت او سوداګرۍ په برخه کې اته مهمې پروژې په روانه میاشت کې د څه باندې ۴۴ میلیارد افغانیو په ارزښت پرانیستل شول
د رئیس الوزرا د دفتر اقتصادي مرستیال وايي، په دغو پروژو کې د پاشدان بند د پاتې کارونو پیل، د هرات- غور سړک رغول، کابل ښار ته د کوتل خیرخانې سړک د دویمې برخې غځول، د شهید- قصبه څلور لارې غځول شامل دي. د نږدې ۴۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د کابل هوايي ډګر تر ګمرک سړک غځول کېږي.
د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال همداراز وویل، چې په هرات ولایت کې د غیر الکولي مشروباتو د فابریکو جوړول د خصوصي سکتور له خوا د دوه میلیارد او ۴۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت پانګونه ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مالي او اداري چارو کې د ملګرو ملتونو د مشورتي کمیټې له غړو سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت نه غواړي په اوږدمهاله بشري مرستو تکیه وکړي. خو غواړي د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره د افغانستان ملي اقتصاد پر ځان بسیا شي
د مطلب کود: 290044