آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان سفیر له مرستیال سره وکتل.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د ټاپي پروژې پر پرمختګ او نورو مهمو مسایلو خبرې وشوې.
په دې کتنه کې شهاب الدین دلاور وویل، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراختیا د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته.
دغه راز په دې غونډه کې د دغې پروژې د هراړخيزې همغږۍ په خاطر د يوې کاري ډلې په جوړولو موافقه وشوه.
د یادونې وړ ده چې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین ټول اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی او دغه نل لیکه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي.
دا پایپ لاین د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار له ولایتونو تېرېږي او له ټولټال ۱۸۱۴ کیلومترو څخه ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځېږي.
په افغانستان کې د ټاپي ګازو نل لیکه د هرات – کندهار له لویې لارې تیریږي او بیا د پاکستان له کوټې او ملتان څخه تیریږي او په پای کې د هند ته رسیږي.