کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې د سېلابونو له امله څه باندې زر کورنۍ بې ځایه شوې دي

18 ثور 1403 ساعت 9:56

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په غور ولایت کې د سېلابونو له امله څه باندې ۱۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په غور ولایت کې د سیلابونو له امله ۱۷۳۳ کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوی او په خلاصو لارو کې ژوند کوی.

دغه وزارت همداراز زیاته کړې، چې د دغه سېلاب له امله د غور ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۵۶۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۳۰۳ نور کورونه په جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

د مرغاب غور ولسوالۍ اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې د سېلاب له امله د دې ولسوالۍ سمندري اوبه له اوو ساعتونو راهیسې تړل شوې دي.

دوی زیاته کړه چې د سمندري اوبو د لارې د بندیدو له امله تر ۲۰ زیات کلي د ډوبیدو له خطر سره مخامخ دي.


د مطلب کود: 289970

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289970/په-غور-کې-د-سېلابونو-له-امله-څه-باندې-زر-کورنۍ-بې-ځایه-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com