د انرژۍ او اوبو وزارت په پکتيا ولايت کې ددغه وزارت له بودجې څخه دڅه دپاسه دوه ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو ديو کوچني بند دجوړولو کار پيل کړى دى.
په پکتيا کې د څه باندې دوه ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو د يوه کوچني بند د جوړېدو چارې پيل شوې
17 ثور 1403 ساعت 14:03
د انرژۍ او اوبو وزارت په پکتيا ولايت کې ددغه وزارت له بودجې څخه دڅه دپاسه دوه ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو ديو کوچني بند دجوړولو کار پيل کړى دى.
آوا - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت له بودیجې څخه د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو کار د نعمت آباد ولسوالۍ په مشین کلي کې پیل شو.
ویل شوي، چې دا پروژه به د اوبو د ښه مدیریت په هدف د اوبو د کوچنیو بندونو د جوړولو په دوام کې جوړه شي، چې په پام کې ده په ټولو ولسوالیو کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شي.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د جاپان "PMS" موسسې په مالي مرسته د ۹۱۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، دغه بند ۴۰ متره اوږدوالی لري او په دوو میاشتو کې به جوړ شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند به د ۲۴۲۴۱ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د انرژۍ او اوبو وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د چک بندونه جوړ کړي وو.
د مطلب کود: 289935