کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تخار-بدخشان لویه لار له سیلابونو وروسته پرانیستل شوه

17 ثور 1403 ساعت 9:34

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د تخار-بدخشان لویه لار د تېرې ورځې د سختو بارانونو او سېلابونو له راوتلو وروسته په ۱۰ ځایونو کې تړل شوې وه، چې د سیمه ییز چارواکو په اقدام سره بېرته پرانیستل شوې ده.


آوا: د بدخشان ولایت د فواید عامې رئیس مولوی عبدالغفور عتید وویل: د بدخشان - تخار لویه لار د بارانونو او سیلابونو له امله تړل شوې وه، خو د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

هغه زیاته کړه: «په څه باندې لسو ځایونو کې سیلابونو د تخار-بدخشان لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې وه، چې د بدخشان د فواید عامې ریاست د وسایلو او کاري ټیم په مرسته پاکه شوې او مسافر کولای شي پرته له کومې ستونزې تګ راتګ وکړي.

د يادونې وړ ده، چې (د ثور ١٥مه) اورښتونو د هېواد په يو شمېر شمالي ولايتونو کې سېلابونه راوتلي او ډېر زيانونه يې اړولي دي.


د مطلب کود: 289906

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289906/د-تخار-بدخشان-لویه-لار-له-سیلابونو-وروسته-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com