آوا - کابل: یو شمیر کتاب پلورونکو رسنیو ته ویلي چې د سرپرست حکومت له لوري له دوی څخه د دیني او اسلامي ارشاداتو خلاف کتابونه راټول شوي دي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هېواد کې د ایراني کتابونو پر پلور د بندیز په اړه راپورونه ردوي.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د خپرونو وزارت ویاند خبیب غفران د دغو کتابونو د چاپ او پېر او پلور د بندیز په اړه راپورونه بې بنسټه او له حقیقته لرې وبلل او ویې ویل: د کتابونو د ارزونې کمېسیون هېڅکله داسې پرېکړه نه ده کړې.
یو شمېر کتاب پلورونکو ویلي دي: «دوی زموږ له کتابتونونو څخه د اسلام ضد کتابونه راټول کړي او موږ ته نه دي ویل شوي چې کوم کتابونه چاپ کړو او که نه».
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بشري حقونو د زغم سازمان په یوه راپور کې ویلي وو چې سرپرست حکومت په ایران کې د چاپ شویو کتابونو په پېر او پلور بندیز لګولی دی.