د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تېرو دوو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه د شاوخوا ۳۸۰۰ کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۳۸۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
16 ثور 1403 ساعت 12:33
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په تېرو دوو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه د شاوخوا ۳۸۰۰ کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د ثور ۱۲مه) له ایران څخه د څه باندې ۲۸۰۰ افغان کډوالو د راستنیدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان په خپله خوښه او په زور د اسلام کلا له پولې هېواد ته راستانه شوي دي.
په همدې حال کې د مهاجرینو د ستونزو د هواري د عالي کمیسیون چارواکي وايي، چې جمعه ورځ د تورخم، سپین بولدک او اسلام کلا له لارې ۲۳۱ کورنۍ له ۹۹۷ کسانو سره هېواد ته راستنې شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د کډوالو د جبري او داوطلبانه راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې پاکستان د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ پيل کړې او په کلکه يې عملي کوي.
د مطلب کود: 289871