د غور ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو او فیروزکوه ښار کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو پنځه شبکې ترمیمېږي.
په غور ولایت کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د پنځو شبکو د ترمیم چارې پیل شوې
16 ثور 1403 ساعت 12:28
د غور ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو او فیروزکوه ښار کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو پنځه شبکې ترمیمېږي.
آوا - هرات: د غور د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په تیوره، دولینه، چهارسده ولسوالیو او د دغه ولایت مرکز فیروزکوه کې د څه باندې ۱۰،۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د پنځو اوبو رسولو شبکو د ترمیم کار پیل شوی دی.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغو شبکو په ترميمولو سره به څه دپاسه دوه زره کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
د مطلب کود: 289869