د انرژۍ او اوبو وزارت د دغه وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور له خوا د ننګرهار ولایت په بالاکوټ ولسوالۍ کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت د عامه ګټو د پروژې د عملي کېدو اعلان وکړ.
په ننګرهار کې د څه دپاسه يو ميليون ډالرو په لګښت يوه عامالمنفعه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
16 ثور 1403 ساعت 10:44
د انرژۍ او اوبو وزارت د دغه وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور له خوا د ننګرهار ولایت په بالاکوټ ولسوالۍ کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت د عامه ګټو د پروژې د عملي کېدو اعلان وکړ.
آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې په دې پروژه کې د یوه بند، کانال او د اوبو د ذخیرې جوړول شامل دي، چې د جاپان د «PMS» موسسې له خوا د یو میلیون او سل زره ډالرو په لګښت پلې شوې.
ویل کیږي چې د دې پروژې په پلي کیدو سره به نږدې درې زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د مطلب کود: 289857