کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرپرست حکومت پلاوي د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ

16 ثور 1403 ساعت 10:42

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت پلاوي د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې ګډون وکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه د ثور ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د ګامبیا په پلازمېنه بنجول کې د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې ګډون وکړ. 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت پلاوی به په دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو او استازو سره هم پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

دغه غونډه پرون په ګامبیا کې پیل شوه او ټاکل شوې نن هم دوام وکړي.


د مطلب کود: 289856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289856/د-سرپرست-حکومت-پلاوي-اسلامي-همکاریو-سازمان-مشرانو-په-غونډه-کې-ګډون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com