کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستان سره د اروپايي ټولنې او د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې ۲۰ میلیونه یورو مرسته وکړه

14 ثور 1403 ساعت 13:18

اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې د سویس د پراختیا او همکارۍ اداره به د سیمه ییزو ټولنو د پیاوړتیا او د اقلیم د بدلون د منفي اغیزو د کمولو په موخه افغانستان ته ۲۰ میلیونه یورو مرسته وکړي.


(آوا - کابل: اروپایی اتحادیې په یوه بیان کې لیکلی چې اروپایی اتحادیه او د سویس د پراختیا او همکارۍ اداره به ۲۰ میلیونه یورو مرسته وکړی ترڅو سیمه ایزې ټولنې د ګواښونو د ارزونې او د منفی اغیزو د کمولو په برخه کې ځواکمنې کړی. 
 
په اعلاميه کې ويل شوي چې ۱۵ ميليونه يورو به د اروپايي ټولنې له خوا او ۵ ميليونه نور د سويس د پراختيايي او همکاريو د ادارې له خوا د افغانستان مرستندويه موسسې او همکارانو ته ورکړل شي.
 
اروپايي ټولنې دغه راز زياته کړې، چې دغه مرستې د افغانستان په څلورو ولايتونو کې له زيانمنو شويو کسانو سره شوې دي.


د مطلب کود: 289796

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289796/له-افغانستان-سره-د-اروپايي-ټولنې-او-سویس-پراختیا-همکارۍ-ادارې-۲۰-میلیونه-یورو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com