کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د باران او سېلابونو احتمال شته

14 ثور 1403 ساعت 11:08

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د راوتلو احتمال خبرداری ورکړی دی.


آوا - کابل: د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت احتمال اعلان کړی دی.
 
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، نن او سبا (د ثور ۱۴ او ۱۵) د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیا، پکتیکا، غزني، دایکندي، اروزګان، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل بلخ، سمنګان، بامیان وردک چوک، لوګر، کابل، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، بدخشان او تخار به د باران او واورو شاهد وي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د هېواد په زياترو ولايتونو کې باران او واوره اورېدلې ده.


د مطلب کود: 289793

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289793/د-هېواد-په-۲۷-ولایتونو-کې-باران-او-سېلابونو-احتمال-شته

آوا
  https://www.avapress.com