کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د ۵۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې

14 ثور 1403 ساعت 10:58

په کندهار ولایت کې د څه باندې ۵۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


آوا - کابل: رسنیو خبر ورکړی چې د ماشومانو د خوندیتوب د نړیوال انستیتیوت په مالي مرسته د څه باندې ۵۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوي.
 
ویل کیږي چې د دې شبکې په بشپړیدو سره ۲۲۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړی دی.
 
په ورته وخت کې په پکتیا ولایت کې د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.


د مطلب کود: 289790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289790/په-کندهار-کې-د-۵۸-زره-امریکایي-ډالرو-لګښت-اوبو-رسولو-یوې-شبکې-جوړېدو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com