آوا - مزار شریف: د سرپل ولایت مستوفي مولوي سبحاني له ګاونډیو هیوادونو څخه په راستانه شویو مهاجرینو د نغدو پیسو د ویش په اړه وویل: د اسلامي امارت رهبري هیئت پر کورنیو د نغدي مرستو د ویش حکم کړی دی. په سرپل ولايت کې له ګاونډيو هېوادونو څخه ايستل شوې کورنۍ له دې امله چې د پاکستان د دولت له خوا په زوره بې ځايه شوې وې، د مرستو د ترلاسه کولو حق لري.
هغه څرګنده کړه: د پاکستان د حکومت له خوا په ٥٨٦ راستانه شويو افغان کورنيو باندې شپږ ميليونه او ٥٣١ زره افغانۍ نغدي ووېشل شوې او د هرې کورنۍ د غړيو برخه دوه زره افغانۍ ده ځکه دغه پيسې د هرې کورنۍ د غړو په حساب وېشل شوې دي.
مولوي سبحاني زياته کړه: دغه لګښت د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم د ماليې وزارت له خوا برابر شوى او له پاکستان څخه شړل شويو کورنيو ته رسيدلى دى.
له بلې خوا د سرپل ولایت مقام مرستیال ولسمل محمد نادر حقجو وویل: د اسلامي امارت رهبري هیئت او مسؤلین هڅه کوي چې د خلکو د ستونزو د حل او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د حل لارې چارې ولټوي.
په همدې حال کې له پاکستان څخه راستانه شوي يو شمېر کورنيو مهاجرينو ته د دولت له خوا د نغدو پيسو د ويش له امله قدرداني وکړه او زياته يې کړه: دا ډول مرستې ښې او ګټورې دي، خو بسنه نه کوي او له دولت څخه د لا زياتو همکاريو غوښتونکي دي.
باید وویل شي، چې پاکستان په تېرو څو میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډېر افغانان له هېواده ایستلي دي.